په پکتیکا ولایت کې د لويه وسته چکډم د جوړولو سیمه قراردادي شرکت ته وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۱
1

د پکتیکا ولایت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یاد ولایت په ډیله ولسوالي کې د لويه وسته چکډم د جوړولو سیمه قراردادي شرکت ته وسپارله.

د نوموړي چکډم د جوړولو قرارداد د آخندزاده ذکي ودانیز شرکت سره د درې میلیون، اوه سوه شل زره، نه سوه شپږ اعشاریه نه نوي(3720906.99) افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره په خاورینه توګه جوړیږي، چې 85 متره اوږدوالی، 6 متره لوړوالی، په تهداب کې 30 متره او په سر کې 3 متره سور به ولري او 235700 متره مکعب اوبه به زیرمه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu