په میدان وردګو ولایت کې د 5 میلیونه افغانیو په ارزښت د (بند آب همبستګي طبعیت) تر عنوان لاندې د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۱۹
1

د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالي کې د ولایتي مسؤلینو او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ د 5 میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسونو او پانګوالو په شخصي لګښت د (بند آب همبستګي طبعیت) تر عنوان لاندې د اوبو بند جوړولو چارې د میدان وردګو والي محترم قاري بختیار معاذ، مرستیال والي محترم مولوي سیدالرحمن حافظ، د بامیان ولایت والي محترم مولوي عبدالله سرحدي، د میدان وردګو سیندیزې فرعی حوزې رئیس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

د میدان وردګو ولایت والي وویل، چې دا د الله تعالی یو لوی نعمت دی چې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې د امن په فضا کې د ولسونو په مالي لګښت ددغې پروژې پرانیسته کوو او له ولسونو څخه یې وغوښتل چې د دې ډول پروژو د پلې کولو په برخه کې دې له اسلامي امارت سره په همغږۍ کار وکړي.

په ورته وخت کې د بامیان والي وویل، چې د اسلامي امارت ټول خدمتونه هېوادوالو ته یو شان وړاندې کیږي او حق حقدار ته سپارل کیږي او له ولسونو یې هیله وکړه چې د اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

 دغه راز د میدان وردګو سیندیزې فرعي حوزې رئيس وویل، چې د هېواد په کچه د اوبو او انرژي وزارت او ولسونو لخوا د ګڼ شمیر پروژو د پلي کولو چارې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد بند د 12 متره په لوړوالي او 200 متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې د 2 میلیونه متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري او د تفریحي چاپيریال د لرلو ترڅنګ ډیرو کورنیو ته به د څښاک اوبه چمتو او کرنیزې ځمکې به هم خړوبې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu