په سمنګان ولایت کې یو ذخیروي بند او شپږ چکډمونه د ۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۲
1

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د سمنګان والي محترم داملا شعیب رسالت، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري محب الله عادل، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم محمد عمر انس او د هغه ولایت د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اسپند سای ذخیروي بند په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه ذخیروي بند د یو ملي سوداګر له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سل زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا د یو کال په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر وویل، چې په ۱۴۰۳ کال کې هم د چکډمونو ۶ پروژې د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸۵۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په نوموړې پروژه کې  سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې کابو ۳۸۸۲ کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu