په بامیان زون کې د یوناما دفتر له مشرې سره د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د بامیان ولایت د خلکو ستونزې شریکې شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۲۵
1

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد داود علي په بامیان زون کې د یوناما دفتر له مشرې آغلې سارا ډېمول سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د بامیان ولایت د خلکو ستونزو د هوارولو په برخه کې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي علي د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د بامیان ولایت د خلکو ستونزې له آغلې ډېمول سره شریکې کړې.

په ورته مهال، د نوموړي دفتر مشرې هم د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د بامیان ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu