پنجشیر ولایت کې د اړوندو ارګانونو تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۲۶
1

دغه ناسته د "انرژي گروپ" تر عنوان لاندې د پنجشېر ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي فضل الله عادل، د اسلامي امارت د محلي ادارو استازو لکه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست، برېښنا شرکت، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي پلاوي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د کرنې ریاست او د یو شمېر نورو ارګانونو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د پنجشېر ولایت د اوبو او انرژي رئیس د دغې ناستې جوړولو موخه د ولایت په کچه د  د برېښنا رسولو د وضعیت ښه والي او د انرژي په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږي رامنځ ته کول وبلل.

په دوام کې د انرژي زونونو د انسجام له ریاست څخه د برېښنا متخصص، انجینر عبدالقیوم عدلي د انرژي په مصرف کې د سپما، د پرمختللو معیارونو د پلي کولو، د برېښنا د تکراري پرچاویو څخه د مخنیوي په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه داوبیزو انرژي د تولید کوچنیو دستګاوو د بیارغونې موضوع هم تر څېړنې لاندې ونیول شوه.

په دغه ناسته کې ځینو نورو ګډون کوونکو هم د ولایت د برېښنا وضعیت د ښه والي په هکله خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu