غور ولایت کې د یوه چکډم د جوړولو چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۴۵
1

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنې کلي کې د یوه چکډم د جوړولو پروژه د ۲ میلیونه او ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت د غور د اوبو او انرژي رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله آماني، د ولایت استازی محترم مقیم آقا او ګڼ شمېر ځايي مسؤولینو او مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.

د غور د اوبو او انرژي رئیس د اوبو د حیاتي ارزښت، د ټولو مخلوقاتو لپاره د هغو اهمیت او پر اقلیم باندې د هغو ګټورو اغېزو سربېره زیاته کړه، دا چې په دغه ولایت کې په ورځني ډول د اوبو کموالی او وچکالي په ډېرېدو ده، نو مونږ باید د اوبیزو سرچینو په ساتنې او ګټې اخیستلو کې ډېر پام وکړو، هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې ښې برنامې په نظر کې لري، چې له هغې ډلې څخه ددغې پروژې پیل دی چې مونږ یې شاهدان یو.

دغه پروژه د ۲۲۵۱ مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا په درلودلو سره ۴۵۰ کورنیو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه اوبه برابروي او همدارنګه دغه پروژه د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې په موخه جوړېږي او ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د دغې پروژې د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د غور د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۷:۳۰
Background image

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل پلاوي د پنجشیر له والي او د پنجشیر د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنایي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست مربوط د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم محمد ایمل سهاک  او مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۴۵
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم د جوړولو چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنې کلي کې د یوه چکډم د جوړولو پروژه د ۲ میلیونه او ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت د غور د اوبو او انرژي رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله آماني، د ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د چین سفارت له کنسولر سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه لیدنه او د اندونو تبادله وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن، چهارشبنه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د وږي ۱۹، د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د چین سفارت له کنسولر ښاغلي مه چین. . .

بیرته تګ

User account menu