د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل پلاوي د پنجشیر له والي او د پنجشیر د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۷:۳۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنایي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست مربوط د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم محمد ایمل سهاک  او مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې  د پنجشیر د اوبو او انرژي د رئيس محترم مولوي فضل الله عادل په ملتیا د پنجشیر له والي محترم حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، نوموړي پلاوي د پنجشیر له والي سره د برېښنا د ښه تنظیم، د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د هغوی د فعالیتونو د ارزونې له لارې د نوموړو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني‌کولو، د تخنیکي خوندیتوب د مراعاتولو او د انرژي په سکتور کې د متشبثینو د هڅونې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د پنجشیر له والي څخه وغوښتل چې نوموړي موضوع دې د ولایت په اداري ناسته کې هم مطرح شي، ترڅو د ولایت له آدرسه ټولو اړوندو ادارو ته ورسول شي.

په ورته مهال، د پنجشیر والي نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه او کوښښ ونه‌سپموي.

له بلې خوا، د پنجشیر والي او د اقتصاد او صنعت او سوداګري رئيسانو د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس ته د دغه ولایت د برېښنا ستونزې په ګوته کړې او زیاته یې کړه، چې د پنجشیر ولایت له اته ولسوالیو څخه درې ولسوالي برېښنا لري او پاتې ولسوالي د برېښنا له نعمت څخه بې‌برخې دي او یادونه یې وکړه، چې پنجشیر ولایت د بادي، اوبیزې او لمریزې برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره ښه ښه بستر لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu