غزني ولایت کې د یوه کوچني ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۲
1

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د خواجه عمري ولسوالي په برکات کلي کې د غوجم کوچني ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه او چاپېریالي سروې ترسره کړه.

د نوموړي ذخیروي بند په جوړولو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، سېلابونه به مهار، د وچکالي منفي اغېزې به کمي شي او د چاپېریال په ښکلا به مثبته اغېزه ولري.

له بلې خوا د غزني ولایت د کامل کانال رغنیزې چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي.

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم او د اېف، اې، او د سوېل ختیځ زون آمر انجنیر عبدالقیوم سلېمانزوی او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کامل کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي کانال چاري د کاری پلان، نقشو او قرارداد سره سم پرمخ وړل کېدلې او د تخنیکي ټیم لخوا د قراردادي شرکت مسؤولینو ته د چارو د چټکتیا او لا ښه ترسراوي په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

د یادولو وړ ده چې د کامل کانال د سلطان بند د لویو کانالونو لهٔ ډلې څخه دي، چې چارې یې 65 سلنه بشپړې شوي او 40 تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu