د کندهار ولایت د ارغستان د لورې بند د پلي کولو لپاره د زمینې د برابرولو چارو د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۵:۳۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د افغان جرمن باختر شرکت له مسؤلینو سره د کندهار ولایت د ارغستان د لورې بند د پلي کولو لپاره د زمینې د برابرولو چارو د چټکتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ډېر ژر دې د خپلو تخنیکي مطالعاتو د سروې اسناد او راپورونه د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریک کړي، ترڅو تر اړینو همغږیو وروسته، د قرارداد د لاسلیکولو او د عملي چارو د پیل په موخه وروستي اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu