د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پای ته ورسیدې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۱۸
1

د کابل ښار اړوند دوهمه ناحیه کې د برېښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست مؤظف ټيم د برېښنا انرژي خدمتونو د معلوماتو وړاندې کولو مرکز ریاست د رئیس محترم شیرمحمد همت په مشري او د کابل ښار د دوهمې ناحیې همکارانو د ګډې همکاري په پایله کې چې څه موده وړاندې پیل شوې وه په پایله کې یې یو شمېر شرکتونه وپیژندل شول، او د پيژندل شویو شرکتونو مسئولینو ته د برېښنا رسونې فعالیتونو د قانوني کولو په موخه د جواز اخستلو سپارښتنه وشوه، چې د یادو شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست څخه به جواز ترلاسه کوي او په خپل فعالیت کې به ټولو تخنیکي معیارونو او ستاندردونو ته پوره پام کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu