د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید د عملي چارو د پیل په موخه د عوفي بهرام شرکت له مسئولینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د عوفي بهرام د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له مسئولینو سره په پکتیکا ولایت کې د 72 میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید فابریکې جوړولو د عملي چارو د پیل په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې نوموړي شرکت د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د عملي چارو د پیل لپاره د زمینې چمتو کولو په موخه دواړو لورو د لومړنيو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لیوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ددوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت اړونده برخو کې به له دوی سره همکاري وکړې.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۶
Background image

په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او  بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په تخار ولایت کې د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د تالقان ښار اړوند د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کانال د پاک‌کاري پر اهمیت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په سمنګان ولایت کې د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ایبک ښار اړوند د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu