د چین هېواد د CRBC شرکت مسؤلین په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په تاشکند کې د چین هېواد د CRBC شرکت له رئيس او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د یاد شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو پانګوالو له لېوالتیا څخه خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله د اوبو او انرژي وزارت له اداري او تخنیکي مسؤلینو سره له نږدې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې مونږ دې ته تیاریو چې د پانګونې لپاره زمینه درته مساعده کړو.

په ورته مهال، یادو پانګوالو هم ومنله چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري هڅه کوي، ترڅو د افغان او بهرنیو پانګوالو لپاره د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې  زمینه چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu