د پکتیکا ولایت د پلتوني بند او د پلتو نمبر یو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۱۱
1

د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د ګوملې د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او ورسره مل پلاوي د پکتیکا ولایت د پلتوني بند او د پلتو نمبر یو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

نوموړو مسؤلینو د نوموړي بند او د کانال سربند اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، د بند او د نوموړي کانال د سربند اړوندو مسؤلینو د پکتیکا مرستیال والي او د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته د چارو د چټکتیا او  غوره کیفیت په موخه ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د پلتوني بند چارې د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت او د پلتو نمبر یو کانال د سربند چارې د یو، این، ډي، پي په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu