د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د ویجاړ شوو سربندونو او کانالونو سروې ترسره او یو بولډروال هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۷
1

د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د جلال آباد ښار او نورو بېلابېلو ولسوالیو کې د ساتنې او څارنې په موخه د ویجاړ شوو سربندونو او کانالونو سروې ترسره کړه او په پاتې ولسوالیو کې به هم دوام ومومي.

له بلې خوا د جلال آباد ښار اړوند بهسودو پل ته څیرمه د 673 متره بولډروال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی بولډروال د سید فضل احد هاشمي، د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس، مولوي مصطفی عزیز د ننګرهار مرستیال والی، انجنیر شمس الرحمن شمس، د اوبو او انرژي ریاست سلاکار، مولوي نقیب الله طارق د یاد ولایت ښاروال د بهرنیو چارو ریاست رئیس او د افغانستان لپاره د یو، اېن هبیتات عمومي مشره سټېفن روس او د یو شمېر نورو سیمه اییزو مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 د نوموړي بولډروال رغنیزې چارې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د یو، اېن هبیتات مؤسسې لخوا د شاو خوا 284 زره آمریکایي ډالرو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu