د لوګر ولایت یو شمېر ځوانانو د لوګر د اوبو او انرژي رئيس کړنې وستایلې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۶:۳
1

په دغه غونډه کې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محترم دوکتور رفیع الله صمیم، د کانونو او پټرولیم رئيس محترم مولوي نقیب احمد فرقاني، د سرې میاشتې رئيس محترم مولوي میرهاشم حزب الله، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئيس محترم قاري نورالله محمود او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې، د کانونو او پټرولیم رئيس محترم مولوي نقیب احمد فرقاني او یو شمېر ځوانانو د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې هغه په کم وخت کې لوګر ولایت ته خورا زیات خدمتونه ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د لوګر د اوبو او انرژي رئيس ته د یو شمېر مسؤولینو او ځوانانو له لوري د ویاړ پګړۍ هم ور په سر شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu