د روان لمریز کال په بهیر کې په میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۱:۵۰
1

د ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې  دمیدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست له لوري په میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.

د اوبو مهارولو په دغه ۱۵ پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه ، استنادي دېوالونه او د اوبو شبکې شاملې دي، چې د میدان وردګ ولایت په مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود ، دایمیرداد ، چک، جغتو ، نرخ او سید آباد ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

همدارنګه، په نوموړو پروژو کې یو خاورین بند هم شامل دی، چې د ولسي خلکو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په ورته مهال، نوموړي ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ۳۳ پروژو سروې او ډیزاین ترسره کړی، چې پکې کوچني بندونه، کانالونه او سربندونه شامل دي.

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت، اف.اي. او موسسې او خیریه بنسټونو په مالي لګښت د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu