د دوو بهرنیو شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۲۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور له قرغیزستان هېواد څخه د صدف شرکت له مسؤل ښاغلي ابوبکر او له ازبکستان هېواد څخه د ام، جي، سي، سي شرکت له مسؤل ښاغلي مراد سره وکتل او د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو وویل چې لېواله دي، چې په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې له نوي ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستنې سره، چې دغه ټکنالوژي د سولر یا نورو سرچینو لکه باد، د ډبرو سکرو یا اوبو باندې تړلې نه وي، پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د پانګونې لپاره یې د زمینې چمتو کولو په موخه هغوی ته ډاډ ورکړ او د اړینو همغږیو د رامنځته کولو او د عملي چارو د پیل پر چټکتیا باندې  یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu