د خاتم الانبیاء دارالایتام د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۲۲:۲۲
1

. نن د افغانستان د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور یې ملتيا کوله د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالي

خاتم الانبیاء دارالایتام د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودله. دغه جومات به له ټولو ملحقاتو سره په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې ټول لګښت يې نژدې پنځه سوه زره ډالر اټکل شوی دی .یاده دې وي چې د نوموړی دارالایتام د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په شخصي هڅو سره ودان شوی دی چې دا مهال پکې سل ګونه یتیمان په دیني او عصري زده کړو بوخت دي. د یاد دارالایتام مهتمم او استادان له عامو مسلمانانو څخه غوښتنه کوي چې د یاد جومات په جوړولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu