د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتو د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۸
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل د برېښنا انرژي د چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې د هلمند د د اوبو او انرژي له رئيس محترم مولوي محمد یعقوب قائم او د هلمند ولایت د انرژي زون آمر، محترم شیراحمد سره وکتل او د هلمند ولایت د برېښنا انرژي وضعیت او په دې برخه کې شته ننګونې یې و څېړلې او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بېلابېلو سوداګریزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم کجکي ولسوالي ته سفر وکړ او د کجکي بند د بېلابېلو برخو څخه څارنه وکړه.

په ورته مهال، نوموړي ټیم د هلمند ولایت د برېښنا له رئيس سره لیدنه وکړه او د کجکي او سنګین ولسوالیو د برېښنا د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu