د اوبو او انرژي وزارت څلور تنه رئيسان په خپلو نویو دندو کې همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۵۷
1

د اوبو او انرژي وزارت څلور تنه رئيسان د دغه وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لوړ مقام د حکم پر بنسټ په نویو دندو کې وټاکل شول.

په دغه ادلون، بدلون کې محترم مولوي عزیزالله افضلي چې مخکې یې د پایدارې انرژي د عمومي رئيس په توګه دنده ترسره کوله د تدارکاتو د رئيس په توګه، محترم مولوي ولي محمد تائب د تدارکاتو مخکینی رئيس د انرژي زونونو د انسجام د رئيس په توګه، محترم نثاراحمد مموزی چې مخکې یې د اوبو سرچینو د عمومي رئيس په توګه دنده ترسره کوله د اوبو تاسیساتو او شبکو د ساتنې، څارنې او ګټې اخیستنې د رئيس په توګه او محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال چې مخکې یې د اوبو تاسیساتو او شبکو د ساتنې، څارنې او ګټې اخیستنې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله د اوبو سرچینو د عمومي رئيس په توګه وټاکل شول او همکارانو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu