د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د چین سفارت له تجارتي او اقتصادي مسؤول سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۶:۲۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین سفارت له تجارتي او اقتصادي مسؤول ښاغلي ماچنګوانګ او د پاور چاینا شرکت له مسؤولینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د انرژي د تولید د پروژو د پلي کولو په هکله د ګډې همکاري په اړه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته د دغه وزارت له لوري د انرژي د تولید د پروژو په پلي کولو او د پانګونې د زمینې د برابرولو  په برخه کې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او په عملي ډول د ګډې همکاري د پیل پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د چین سفارت اقتصادي مسؤول وعده وکړه چې چین هېواد په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید د پروژو په پلي کولو کې ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله عملي ګامونه پورته کړي،

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu