د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ګلبهار انویست شرکت له رئيس سره له ګازو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۲:۲۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ګلبهار انویست شرکت له رئيس محترم ګلبهار حبیبي سره وکتل او له ګازو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د هغه شرکت د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د دغې پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د اړینې همغږۍ په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د چارو د انسجام او چټکتیا لپاره غوره ده چې د اړوندو ادارو ترمنځ څو اړخیز هوکړه لیک  لاسلیک شي؛ ترڅو د هغه پر بنسټ د هر بنسټ مسؤلیت په واضح او کره توګه مشخص او له هغه سره سم اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu