د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بیات پاور له عمومي رئيس سره په شبرغان کې د ۴۰ میګاواټه پاور پلانټ د قرارداد د غځولو او پراختیا په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار  په دفتر کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په شتون کې  د بیات پاور له عمومي رئيس محترم علي قاسمي او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي قاسمي په شبرغان کې د ۴۰ میګاواټه پاور پلانټ د قرارداد د غځولو او تر ۱۰۰ میګاواټه یې د پراختیا مسئله د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکه او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال،  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې مونږ غواړو افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.هغه زیاته کړه، چې د شبرغان د ۴۰ میګاواټه پاورپلانټ د قرارداد د غځولو لپاره څلور اړخیزې ناستې ته اړتیا ده، ترڅو دغه مسئله په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu