د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایم سي سي چینائي شرکت لۀ مسئولینو سره وکتل.

mew-admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۴ - ۱۳:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور چين هیواد ته د خپل روان سفر په بهیر کې د  اېم سي سي چينائي شرکت له مسئولینو سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو باندې یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د یاد شرکت مسئولینو د مس عینک پروژه کې د اوبو او برېښنا ستونزې له ښاغلي وزیر صاحب سره شریکې کړې. محترم منصور صاحب د دوی د ستونزو د حل په هکله هغوی ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه ، څرنګه چې یاده پروژه یوه مهمه ملي پروژه ده او د ټول افغان  ملت  ډېرې هیلې ورپورې تړلې دي، تاسو باید د دغې پروژې چارې ګړندۍ کړئ او مونږ به د خپل مسئولیت په چوکاټ کې ستاسو ستونزو ته رسیدګي وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu