د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ازبکستان د انرژي له وزیر سره وکتل.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۸:۲۸
1

د افغانستان د اسلامي امارت  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي چې دا وخت د ازبکستان انرژي اوونۍ نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د یاد هیواد په سفر بوخت دی، نن یې د ازبکستان د انرژي له وزیر ښاغلي   جورابیک میرزا محمدوف سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه مهمه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د انرژي سکتور په برخه کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او د دوامداره اړیکو په پیاوړتیا مفصل بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

دواړو خواوو ټینګار وکړ چې انرژي  نه یوازې د هیوادونو اقتصادي بنسټ دی، بلکې د سیمه ایز ثبات، پرمختګ او متقابل تفاهم لپاره یو ستراتيژیک عنصر هم بلل کیږي. محترم منصور صاحب د افغانستان اسلامي امارت هغه لیدلوری وړاندې کړ، چې له مخې یې افغانستان غواړي د انرژي په برخه کې همکارۍ پراخې کړي او له خپلو طبیعي سرچینو څخه سالمه ګټه واخلي. دغه لیدنه چې د تفاهم او صمیمیت په فضأ کې تر سره شوه، د افغانستان او ازبکستان تر منځ به د انرژي په برخه کې د همکاریو یو نوی فصل ثابت شي او دواړه هیوادونه به ترې اوږد مهاله ګټه واخلي، او د سیمې او نورو هیوادونو لپاره به هم د همکاري یوه بریالۍ بېلګه ثابته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu