د انرژي ملي پالیسي د ترتیبولو په موخه دهمغږي دوهمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۳:۴۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د پالیسیو رئيس ښاغلي ډاکټر فتح الله عمر خالد تر مشري لاندې د کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګري، کلیو پراختیا او د کور او ښار جوړولو وزارتونو د استازو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې  د انرژي په برخه کې  د هېواد پر ځان بسیاینې  په موخه د کره پلان جوړولو ، د داخلي برېښنا د برابرولو لپاره له طبیعی زېرمو څخه د ګټې اخیستنې، له طبیعي زېرمو څخه د ګازو او نفتو د کورنیو عایداتو تولید ، د هېواد لرې پرتو سیمو ته د انرژي د لېږد ، د برېښنا انرژي د وارداتو د کموالي لپاره د نوي کېدو وړ انرژي پراختیا او  د انرژي نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د یادولو وړ ده، چې د انرژي ملي پالیسي د اوبو او انرژي وزارت تر رهبري لاندې د سکتوري وزارتونو او ادارو په همغږي سره چمتو کېږي چې په راتلونکي کې به د ملي او نړیوالو خصوصي سکتورونو په همغږي سره پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu