خوست ولایت کې د ۹ سټاف ګیچونو د نصب په موخه سروې ترسره شوه

د کابل عمومي حوزوي ریاست او د خوست د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیمونو د خوست ولایت په اسماعیل خېلو، ګربزو، تڼي او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ۹ سټاف ګیچونو د نصب په موخه سروې ترسره کړه.
په نوموړو ولسوالیو کې سټاف ګیچونه د دایمي او سیلابي اوبو د اندازې معلومولو او ډيټا را ټولولو په موخه نصب کېږي.