د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۵
۱

 د اوبو او انرژي په سترو پروژو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کورنیو او بهرنیو ودانیزو شرکتونو د رئيسانو او استازو په شتون کې، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تلې د میاشتې په ۳۰ نېټه د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، د اوبو محترم معین په خپلو خبرو کې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت حیاتي ارزښت ته اشاره وکړه او یې ویل، چې له بده مرغه د افغانستان اوبیزې سرچینې په پرله پسې کلونو کې د څلورو لسیزو تپل شوو جګړو، اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له کبله زیانمنې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د هېواد ډیری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او څه باندې اووه میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو د کموالي له کبله د ګټې اخیستنې وړ نه‌ده.

ښاغلي آخندزاده ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د اغېزمن مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارښتناکه لاسته راوړنې لري، خو د دغو دوو سکتورونو ورځ تر بلې ارزښت ته په کتو، یوازې د وزارت هڅې کافي نه‌دي او اړتیا ده، چې خصوصي او دولتي سکتورونه دواړه په دې برخه کې کارنده ونډه واخلي.

هغه د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته د خصوصي سکتور استازو د هڅولو ترڅنګ، یادونه وکړه چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او اسلامي امارت هم په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي.

د ناستې په دوام کې، د اوبو او برېښنا بندونو سترې پروژې او د وزارت نورې بنسټیزې پروژې د یوه تفصیلي پریزنټیشن له لارې وړاندې شوې، ترڅو شرکتونه وکولای شي د خپلې لېوالتیا سره سم د پروژو د مطالعې، ډیزاین او پلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته مهال، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو، طرحو او وړاندیزونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د خپلې همکاري او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د ناستې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د متقابلو همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وشو او تصمیم ونیول شو، چې راتلونکې ناستې د تخنیکي جزئیاتو د څېړلو او په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره د عملي زمینې د چمتوکولو په موخه ترسره شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

بیرته تګ

User account menu