خوست ولایت کې د یوه چکډم پروژې چارې د څه د پاسه 3.9 میلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۲۵
1

د یاد چکډم پروژه د خوست ولایت د قلندر ولسوالي په اسمان کوټ کلي کې د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤولینو، د قراردادي شرکت مسؤولینو، د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل شوه.

د نوموړي چکډم چارې د یادې سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د اوبو او انرژي وزارت پراختیایي بودجې څخه د څه د پاسه د 3.9 میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري ترسره کېږي.

دغه چکډم د 25 متره اوږدوالي،په تهداب کې د 3.9 متره او په پورتنۍ برخه کې 80 سانتي متره پلنوالي او ۶ متره لوړوالي په درلودلو سره د شاوخوا 1294 مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او په لسګونه جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې د رغولو په چارو کې به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او چارې به یې په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu