ارزګان ولایت کې د برېښنا سرچینې او برېښنا ته د اړتیا سروې ترسره شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۱۴
1

د اوبو او انرژي وزارت یو تخنیکي ټیم ارزګان ولایت ته د یاد ولایت د برېښنا سرچینې، برېښنا ته د اړتیا  او له کجکي برېښنا بند څخه د دې ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو ته د برېښنا د لېږد سروې ترسره کړې.

یاد تخنیکي ټیم ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د مرستیال والي او یو شمېر نورو رئيسانو سره هم وکتل او د ولایت مقام تر رهبري لاندې یو ګډ پلاوی و ټاکل شو، ترڅو د ارزګان د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو د اوبو سرچینې چې برېښنا تولیدوي او د برېښنا سټیشنونو د جوړولو لپاره ساحې وټاکي.

یاد ګډ پلاوي د برېښنا د تولید سرچینې او د سټیشنونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ساحې وټاکلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu