د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خوا په ننګرهار کې د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
Sat, Oct 10 2026 9:17 AM
1

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۶هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب د ننګرهار ولایت په نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې د اوبو مدیریت، د سیلابونو د اوبو د مهار او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پرانیستل شوې.

په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب او مل پلاوي، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، د ننګرهار مرستیال والي محترم غلام الرحمان حیدري،

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د جاپان د (پي، اېم، ایس) موسسې بهرنیو او داخلي استازو، ولسوالانو، سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماء کرامو، سپينږیرو، قومي مخورو ګډون کړی وو.

د نازیانو ولسوالۍ په  پروژه کې ۱۲ چکډیمونه، ۱۱ کیلومتره کانالونه، د کاریزونو ۴ سربندونه، پلونه، پلچکونه او حفاظتي دېوالونه جوړ او بشپړ شول، چې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له خوا نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ټولیز لګښت یې ۱،۷۸۴،۹۹۰ امریکایي ډالره دی.

همداراز، د سپین غر ولسوالۍ په چلګزي سیمه کې د ۱۳ چکډیمونو او تالابونو، انتقالي کانالونو او د یوه کاریز د بیارغونې پروژه چې نن د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له خوا پرانیستل شوه او ټولیز لګښت یې ۱،۹۹۷،۳۸۴ امریکایي ډالره دی.

یادې پروژې د جاپان د سولې طبي خدمات(پي، اېم، ایس) موسسې په مالي همکارۍ او د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیلابونو اوبه مهار او زېرمه شي، د اوبو د منظم لېږد زمینه به برابره او د سیمې د بزګرانو لپاره به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې به اسانتیاوې را منځ ته شي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:37 AM
Background image

Technical studies, survey and design works for the water transfer project from Sayad to Kabul city have been inaugurated

16/4/1448 AH corresponding to 7/7/1405

 SHBased on the order of His Excellency the Amir al-Mu’minin (may Allah protect him and care for him), the Ministry of Water and Energy has. . .

Tue, Aug 04 2026 4:21 PM
Background image

Ministry of Water and Energy Signs an agreement with Japan’s PMS Organization for the Implementation of Several Water Development Projects

20/2/1448 AH According to 13/5/1405 SH

Honorable Mullah Mohammad Younus Akhundzada, Minister of Water and Energy, signed an agreement with representative of Japan’s PMS Organization. . .

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

BACK TO NEWS

User account menu