په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې
۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل
د پکتیکا ولایت په یوسفخېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
ملخ کانال چې ۵۸۴۳ متره او زیړوک کانال ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، په اساسي ډول رغول کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي هم وشي.
د یادو کانالونو د رغونې چارې د اېف، اې، او سازمان په مالي لګښت د ګوملې فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
