جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
Wed, Apr 29 2026 12:38 PM
1

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د جوزجان والي محترم مولوي عبدالله سرحدي، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې د خلکو  په شتون کې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د قوش‌تیپې ولسوالي لپاره د ۲۵ میګاولټ امپیر په وړتیا یو سب سټیشن جوړول او د درزاب ولسوالي لپاره د ۲۵ میګاولټ امپیر په وړتیا یوه سب سټیشن جوړول په پام کې نیول شوي، چې پکې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

د نوموړو پروژو چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې په نوموړو ولسوالیو کې ۸۲ زره او ۲۰۰ کسان د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د دغو پروژو چارې د افغانستان اسلامي امارت په لګښت د یوه خصوصي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

User account menu