د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

mew-admin
Tue, Apr 28 2026 3:03 PM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي آخندزاده د نوموړې پروژې پلي کول د جلګې خوړ د ټینګښت او سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه مهم و بلل او ټينګار یې وکړ، چې ولسونه باید خپله همکاري په دې برخه کې ونه‌سپموي.

همدغه راز، قومي مشرانو د نوموړې پروژې د پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

User account menu