غزني ولایت کې د عزیزي انرژي ګروپ د ۱۳۰ میګاولټ سولر سیسټم د برېښنا تولید شبکې جوړولو د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې

mew-admin
Mon, Apr 20 2026 2:12 PM
1

د دغې پروژې چارې په غزني ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه پورې د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې، او د ماین پاکي چارې یې مخ په بشپړېدو دي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې د ډیزاین چارو تر بشپړېدو وروسته عملي چارې هم پیل شي، چې د چارو په بشپړېدو سره به په غزني ولایت کې د برېښنا ستونزه هواره شي.

User account menu