لغمان ولایت کې د یوه کانال د پخولو او محافظوي دېوال د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي
د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند په کړاوو سیمه کې د یوه کانال د پخولو او محافظوي دېوال د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د کابو ۸۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۲۵ سلنه بشپړې شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا ۷۸۵ جریبه ځمکې ته په منظم ډول د اوبو رسولو ترڅنګ، کرنیزې ځمکې هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
