د لوګر په سیندیزه فرعي حوزې کې د التمور سیمې له خلکو سره د خلکو د اوبو د اړتیاوو د په پام کې نیولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د التمور سیمې له خلکو سره د اوبو، د اوبو د سرچینو، د خلکو د اوبو د اړتیاوو په پام کې نیولو او په دې برخه کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پيل له کبله د خلکو د اندېښنو د هوارولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په نوموړې برخه کې به د خلکو مشوري، اندونه، ستونزې او وړاندیزونه په پام کې ونیول شي.
