د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

mew-admin
Tue, Mar 24 2026 4:45 PM
1

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي، تخنیکي متخصصین او د اوبو سکتور اړوند بنسټونه پکې برخه اخلي، د اوبو د سرچینو د دوامداره کارونې، اقلیمي بدلونونو اغېزو، او د اوبو د عادلانه وېش په اړه مهم بحثونه رانغاړي.

محترم اخندزاده به د دې فورم په ترڅ کې د افغانستان د اوبو سکتور وضعیت او لاسته راوړنې، له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي. همدارنګه، تمه ده چې نوموړی به د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، ګډو پروژو د پیل، او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخه کې مهمې ناستې او لیدنې ترسره کړي.

دا سفر نه یوازې د افغانستان لپاره د اوبو په برخه کې د نړیوال حضور د پیاوړتیا څرګندونه کوي، بلکه د سیمې له هېوادونو سره د مثبت تعامل او دوامداره پرمختګ پر لور یو اغېزناک ګام هم ګڼل کېږي.

User account menu