د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦
د ۱۴۰۵ لمریز روان کال د وري له ۵ نېټې څخه تر ۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.
📡🌐 د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پیژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود-مرغآب، هلمند ، شمال ، کابل او پنج آمو) حوزو او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.
🎡 په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، جوزجان، سرپل ، فاریاب، بلخ، سمنگان، غزنی، لوگر، میدان وردک، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننگرهار، لغمان، کنر، نورستان او بغلان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شتون لري.
👮👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.
