خوست ولایت کې د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي
د خوست شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او له اړوندو مسؤلینو او قومي مشرانو سره یې په لیدنه کې هغوی ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې چارې تر اوسه پورې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.
