ننګرهار ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Feb 18 2026 11:41 AM
1

د لاندنې کابل – جلال آباد سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې د مسلم هنډز خیریه بنسټ په مالي لګښت د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیلاب اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبه پياوړې شي.

User account menu