د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۲ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه
د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۲ ګڼه نوې له چاپه راوتلې ده.
په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت اړوندو پروژو او د وزارت د رهبري مقام له پانګوالو، کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو، اړوندو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د لیدو کتو راپورونو ترڅنګ، یو شمېر علمي- تخصصي مقالو ته هم ځای ورکول شوی دی.
د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د (اوبۀ او انرژي) مجلې له ټولو درنو لوستونکو څخه په خورا درنښت غواړي چې د دغې مجلې د مطالبو د لا بډاینې په موخه خپلې نیوکې، اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي.
