غزني اوبو او انرژي ریاست کې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده
د غزني د اوبو او انرژي ریاست کارمندانو د علمي کچې د لوړونې په موخه شل ورځنۍ ښوونیزه برنامه چې د دغه ریاست د مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
په دغه شل ورځنۍ ښوونیزه برنامه کې ګډونوالو ته د چکډمونو پروژو د سروې او تفصیلي ډيزاین، سیول ترې ډې او جي آی اس برنامو په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول.
