د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي
د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د بند له شاوخوا څخه هم لیدنه وکړه او په سیمه کې شته ډکهلرونکو ته لارښوونه وکړه، چې د بند په کاسه کې د خځلو له اچولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
د نوموړي بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې او آبګیري په نورمال ډول روانه ده.
