د هرات له والي سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Wed, Jan 07 2026 9:40 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت مسؤلینو د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د هرات له والي محترم مولانا نور احمد اسلام‌جار سره وکتل او په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د هرات والي د وزارت پلاوي او د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او د سیمو د تثبیت په موخه یوه کمېټه وټاکل شوه، ترڅو د برېښنا انرژي د تولید لپاره مناسب ځای په ګوته کړي.

User account menu