سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

mew-admin
Wed, Dec 24 2025 9:48 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. 

په ساحه کې د زاکښي سیسټم نصب، د خاورین بند هستې جوړول، د شل موادو ډکول او په یوې څنډه کې کندن ‌کاري  چارې روانې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ته د کار د چټکتیا او کیفیت د تأمین په موخه، د نقشې مطابق د کار پر تطبیق ټینګار او اړینې سپارښتنې وکړې

د سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې تر دې مهاله یې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي.

User account menu