د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د آغا خان دفتر له مسؤل سره وکتل.

mew-admin
Thu, Dec 18 2025 12:18 PM
1

حافظ مولوي محب‌الله عادل د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس له عبدالحفیظ مقنع سره چې په دغه ولایت کې د آغا خان د ولایتي دفتر مسؤل دی، لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي رئیس د ناستې موخه د چکدمونو، سربندونو او کانالونو په څېر د اوبو پروژو د تطبیق لپاره د همغږۍ رامنځته کول وبلل. د آغا خان دفتر مسؤل هم د نوي کال لپاره د همکاریو او پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست هڅه کوي چې د وزارت د پراختیایی بودجې او مؤسسو په مرسته اړینې پروژې تطبیق او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

User account menu