د ایکو سازمان د برېښنا منطقوي بازار د جوړولو په دویمه ناسته کې، د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس انجینر جان محمد حمزه  آنلاین ګډون او وینا وکړه.

mew-admin
Wed, Dec 17 2025 5:07 PM
1

په یاده ناسته کې چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د لوړپوړو استازو په حضور کې ترسره شوه، د برېښنا سیمه ایز بازار د رامنځته کولو، تخنیکي همکاریو، د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادی یوځایوالي  په پراختیا ټینګار، د تجربو تبادلې، ګډو پانګوالو پروژو او د سیمه‌ اییزې انسجام په اړه بحث وشو.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس انجینر جان محمد حمزه د هېواد د بډایه طبیعي سرچینو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د اوبو، لمر او باد د انرژي په برخه کې، او له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې افغانستان د منطقوي پروژو برخه وګرځوي او د انرژۍ سکتور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

همداراز، نوموړي د تخنیکي همکاریو، ګډو میکانیزمونو جوړولو، او له ګاونډیو هېوادونو سره د برېښنا تبادلې د اسانتیا لپاره د وزارت د چمتووالي ډاډ ورکړ.

د افغانستان ګډون په دې ناسته کې، د برېښنا سیمه ایز بازار سره د ادغام او له سیمه ا‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

User account menu