غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

mew-admin
Thu, Dec 04 2025 11:52 AM
1

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه،شپږلکه،شپږزره او سل(۳۶۰۶۱۰۰) افغانیو په لګښت بشپړې شوې چې نن د غور ولایت، اقتصاد  او اوبو او انرژي ریاستونو د استازو او د سیمې د اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد چکډم له جوړیدو وروسته به د سیلاب اوبه کنترول او ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.

یاد چکډم د ۴۴۸۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې نژدې اوه سوه کورنۍ به ورڅخه مستقیمه استفاده وکړي.

User account menu