دبامیان ولایت شیبر ولسوالي کې د یخ دوه ذخیروي( Ice Herveting ) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو د سرچینو مدیریت، د وچکالي اغیزو کموالې او د کرنیزو اوبو د برابرولو په موخه د اوبو راټولو او ذخیره کولو دوه پروژې د کتلوي یخ ( Ice harvesting) په بڼه د بامیان ولایت شیبر ولسوالي په پای کوتل او سنګک دره کالو سیمه کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.
یاد میتود د فصلي اوبو د مدیریت لپاره مناسبه کړنلاره ده په ځانګړې توګه د ژمې په یخ موسم کې چی بې له ګټې اخیستنې له ساحې څخه وزي.
یادي دوه پروژې د UNDP په مالي مرسته د یو خصوصي داخلي شرکت لخوا د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
